کابل (کوه نور، ۲۷ عقرب ۱۴۰۴): د اروپايې ټولنې د کمېسیون مشرې اورسولا فون در لاین د اروپايي ټولنې غړو ته په یو لیک کې ویلي، چې د اوکراین د مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره درې ممکنه لارې شته، او دا درې واړه لارې کولای شي یو ځای یا پرلهپسې وکارول شي.
فون در لاین ویلي، په یادو درې لارو کې د اتحادیې د غړو هېوادونو له خوا د مرستو له لارې مالي ملاتړ، د اتحادیې له مالي بازارونو څخه د محدود مسؤلیت پر بنسټ اخیستل شوی پور، یا یو پور، چې د روسیې کنګل شوو شتمنیو له نقدو ذخیرو سره تړلی وي شامل دي.
نوموړې زیاته کړې، چې دا درې لارې یو له بله سره په ټکر کې نه دي؛ بلکې یوځای یا پړاو په پړاو کارېدلی شي.
د فون در لاین پر وینا، د وضعیت د بیړني والي، د لارو د پیچلتیا او د ۲۰۲۶م کال له دویمې ربعې څخه د پیسو د ورکړې اړتیا له امله، هره لاره باید لنډمهاله او انتقالي طرحه شي.
هغې ویلي، چې د غړو هېوادونو له مرستو تمویلېدونکی نهبیرته ګرځېدونکی ملاتړ او د اتحادیې له مالي بازار څخه د پور اخیستلو لاره کولی شي د ۲۰۲۸م کال تر اوږدمهاله بودیجې پورې د لنډمهالي حللارې په توګه وکارول شي.
د اروپایې ټولنې د کمېسیون مشرې ټینګار کړی، چې اروپايي پلازمېنو ته پکار دي، چې ژر پرېکړه وکړي: "اوس اړینه ده، چې د دسمبر په اروپايي شورا کې د اوکراین د مالي تمویل لپاره یوه واضحه ژمنه وشي."




