د ازبکستان ولسمشر د منځنۍ اسیا او جاپان د لومړنۍ سرمشریزې غونډې ته د وینا پرمهال په افغانستان کې د تل پاتې سولې هیله څرګنده کړې او ټينګار یې کړی چې دغه هېواد د سیمې د هېوادونو لپاره د تعامل له مهمو برخو څخه دی.
شوکت مير ضیايف ويلي: ((افغانستان زموږ د تعامل یو له مهمو برخو څخه دی. زموږ هیله داده چې دا هېواد سوله ییز، باثباته او معنی لرونکی پرمختګ وکړي.))
هغه دغه راز د افغانستان او افغانانو د ملاتړ په برخه کې د جاپان د مرستو قدردانی هم کړی چې په خبره یې دغه هېواد کلونه د افغانانو ملاتړی پاتې شوی دی.
مير ضیايف په دې باور دی چې د هېوادونو او په ځانګړي توګه د افغانانستان د ګاونډيو هېوادونو ګډه همکاري کولی شي جې په افغانستان کې د خلکو د ژوند د ښه والي، د بنسټیزو پروژو د تطبیق او د خلکو د اقتصادي او ټولنیز ژوند په ښه کولو کې برخه ولري.
د منځنۍ اسیا او جاپان سرمشریزه پرون په توکیو کې پيل شوې او ټاکل شوې نن هم دغه دوه ورځنۍ غونډه دوام وکړي.
د سرمشریزې مشري د جاپان لومړی وزیر سانای تاکایچي کوي او د مرکزي اسیا د پنځو هېوادونو قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان مشرانو په کې ګډون کړی دی.




