وروسته له هغې چې د امريکا ولسمشر له سي،ان،ان سره په يوه مرکه کې وويل، که اسرايل په رفح ښار بريد وکړي، نو دغه هېواد ته به د وسلو لېږد بند کړي.
د اسرايلو لومړی وزير بن امين نتنياهو د بايډن يادې پرېکړې ته په غبرګون کې ويلي، هېواد یې له ځانه د دفاع وړتيا لري او په هېڅ حالت کې هم د خپل هېواد دفاع نه پريږدي.
نوموړي ويلي، ««که امريکا راسره پوځي مرسته نه کوي، يوازې ودريږو.»
بايډن دا هم تاييد کړې چې اسرايلو په غزه کې د ملکي وګړو د وزلو لپاره امريکايي بمونه کارولي دي.
د بايډن له پرېکړې دوه ورځې تېريږي خو اسرايلو لا هم په رفح ښار بريدونه جاري ساتلي دي.
دوی په هوايي بريدونو سربېره، خپل ځواکونه هم په رفح ښار کې ځای پر ځای کړي دي.
د يادونې ده چې حماس غورځنګ له اسرايلو سره د اوربند د پرېکړه منلې وه خو اسرايل بيا هم د جګړې په موخه رفح ښار ته ورغلل چې لا هم په دغه ښار کې جګړه روانه ده.




