د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې اسرایلو له حماس ډلې سره د اوربند لپاره د امریکا لخوا جوړه شوې طرحه منلې خو حماس غورځنګ بیا ویلي چې له داسې طرحې سره موافقه نه کوي چې د دایمې جګړې د بندېدو لامل نه کېږي.
رویټرز خبري اژانس پرون په یوه راپور کې ویلي چې اسرایل به یاده طرحه حماس غورځنګ ته له لېږلو مخکې لاسلیک کړي.
د سرچینې د مالوماتو له مخې د اوربند په دغه طرحه کې د ۶۰ ورځو لپاره اوربند او د بشري مرستو لېږد شامل دی چې حماس ډله دا مهال په دې تړاو سوچ کوي.
په همدې حال کې د بې بې سي لخوا په یوه خپاره شوي راپور کې راغلي چې د حماس یوه چارواکي ویلي د اسرایلو له هغه دوه میاشتیني اوربند سره موافقه نه کوي چې پکې د لسو اسرایلي بندیانو خوشي کولو ته اشاره شوې ده.
نوموړي ویلي ځکه له دې اوربند سره موافقه نه کوي چې له مخې یې د دواړو لوریو ترمنځ را پېښې شوې جګړې ته دایمې حللاره نه ده.
راپور کې ویل شوي چې د حماس د سیاسي دفتر غړي باسم نعیم له رسنیو سره پخپلو څرګندونو کې ویلي چې په غزه کې د اوربند لپاره د امریکا لخوا جوړه شوې طرحه زموږ د خلکو هیڅ غوښتنې ته ځواب نه وایې.
د امریکا لخوا د اسرایلو او حماس غورځنګ ترمنځ د اوربند لپاره دا طرحه په داسې حال کې جوړېږي چې د روان ۲۰۲۵ کال په جنوري میاشت کې د امریکا، مصر او قطر پر منځګړتوب د دغه دواړه لوریو ترمنځ د بندیانو د تبادلې لنډ مهالی تړون شوی وو.




