کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د اسرایلو د محاصرې له امله د غزې ۷۵ تنه له لوږې مړه شوي

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو په اساس وروسته له هغې چې اسرایلو فلسطین ته د توکو پر لېږد بندیز ولګاوه غزه کې ۷۵ تنو د لوږې له امله خپل ژوند بایللی. د الجزیرې ټلویزیون د راپور له مخې وروستي وخت کې یوه ماشومه د شنبې په ورځ د غزې د لویدیځ رانتیسي روغتون کې د خوار ځواکۍ له وجې مړه شوې ده. بل خوا اسرایل ددغې محاصرې موخه په فلسط…

2025-05-03 21:22 56۱ دقیقې لوستل
د اسرایلو د محاصرې له امله د غزې ۷۵ تنه له لوږې مړه شوي

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو په اساس وروسته له هغې چې اسرایلو فلسطین ته د توکو پر لېږد بندیز ولګاوه غزه کې ۷۵ تنو د لوږې له امله خپل ژوند بایللی.

د الجزیرې ټلویزیون د راپور له مخې وروستي وخت کې یوه ماشومه د شنبې په ورځ د غزې د لویدیځ رانتیسي روغتون کې د خوار ځواکۍ له وجې مړه شوې ده.

بل خوا اسرایل ددغې محاصرې موخه په فلسطین کې پر وسله والو فشار راوړل یادوي چې یاد هېواد کې نیول شوي اسرایلیان دې خوشي کړي.

د غزې روغتیایې مسوولانو له نړۍوالو د پولو د بیا پرانیستو او د بندیزونو د ختمولو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو ادارې  هم له اسرایلو غوښتنه کړې چې بندیزونه دي ختم کړي او د غزې د خلکو له قحطۍ سره د مخ کېدو خبرداری یې ورکړی دی.

باید وویل شي چې غزې ته د اسرایلو لخوا د توکو پر لېږد د بندیز لګېدلو دوه میاشتې کېږي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب