کابل (کوه نور، ۳۰ اسد ۱۴۰۴):
د اسرایلو پوځ د غزې ښار د نیولو په موخه د خپلو لومړنیو عملیاتو د پلان اعلان کړی او ویلي یې دي چې، ځواکونه یې دې ښار ته نږدې ځای پر ځای شوي دي.
د اسرایلو د پوځ ویاند ایفي ډفرین پرون ورځ " چهارشنبه، د اسد ۲۹مه" له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، د غزې ښار د نیولو لپاره یې لومړني عملیات او لومړني پړاوونه پلان کړي دي او پر وینا یې چې اوسمهال یې ځواکونه د دې ښار په څنډو کې ځای پر ځای شوي دي.
د NBC د راپور په اساس، اسرایلو د غزې ښار د نیولو لپاره خپل ۶۰ تنه ریزف عسکر را بللي دي ترڅو تر محاصرې لاندې فلسطیني سیمه کې پراخ پوځي عملیات ترسره کړي.
د اسرایلو د یوه پوځي چارواکي پر وینا، دغه ریزرف شوي سر تېري به د سپټمبر میاشت کې دندې ته حاضر شي؛ خو د عملیاتو د ترسره کولو لپاره به ګڼ شمېر ځواکونه د فعاله پوځ له لیکو څخه وي.
دې اسرایلي چارواکي ویلي، د برید د پلان عملي کولو لپاره د اسرایلو ځواکونه اوسمهال د غزې په زیتون او جبالیا سیمو کې فعالیتونه ترسره کوي.
د غزې ښار د نیولو پلان وړمه ورځ سه شنبه د اسرایلو د دفاع وزیر اسرایل کارتز له لوري تصویب شوی او ټاکل شوې ده چې د روانې اوونۍ په وروستیو کې کابینې ته هم وړاندې شي.
د یادونې وړ ده چې د غزې ښار سلګونه زرو فلسطینیانو له یاد ښاره د وتلو امر ترلاسه کړی او د جنوبي غزې پر لور پنا ځایونو ته یې حرکت کړی دی.




