کابل (کوه نور، ۲۲ سنبله): د اسرایلو پوځ ویلي، تېرو دوه ورځو کې له غزې ښار او د دې تړانګې له نورو برخو د ځان د خوندي کولو په موخه له دوه نیم لکو ډېر فلسطینیان وتلي دي.
د اسرایلي پوځ د عربي ژبي ویاند ډګروال اویخای ادرعي نن پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د پوځ د اټکل له مخې د غزې له مرکزه د ځان د ساتنې په موخه له دوه نیم لکو ډېر وګړي وتلي دي.
ادرعي ویلي، د غزې له دې ګڼ مېشتې سیمې د فلسطینیانو وتل وروسته له هغې پیل شوي، چې اسرایلي ځواکونو په یاده سیمه کې عملیات پیل کړل.
په همدې حال کې د غزې د ملکي دفاع ادارې ویلي، چې اسرایلي ځواکونو پرون ورځ په یاده سیمه کې د خپلو پوځي عملیاتو جریان کې ۵۰ ووژل.




