کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د اسرا... او ایران ج.ګړه؛ ایران تېره شپه له فتاح توغندیو هم کار اخیستی

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو په اساس د ایراني ځواکونو د تېرې شپې په بریدونو د فتاح په نوم توغندیو نه کار اخیستل شوی چې پکې د اسرا...یلي ځواکونو پټنځایونه په نښه شوي دي. راپورونو کې راغلي د ایران دا توغندي د اسرا... له دفاعي سپره تېر شوي او د یاد هېواد د ځواکونو پټنځایونه پرې ویشتل شوي دي. بل خوا د ایران سپاه پاسداران خبر…

2025-06-17 22:42 23۱ دقیقې لوستل
د اسرا... او ایران ج.ګړه؛ ایران تېره شپه له فتاح توغندیو هم کار اخیستی

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو په اساس د ایراني ځواکونو د تېرې شپې په بریدونو د فتاح په نوم توغندیو نه کار اخیستل شوی چې پکې د اسرا...یلي ځواکونو پټنځایونه په نښه شوي دي.

راپورونو کې راغلي د ایران دا توغندي د اسرا... له دفاعي سپره تېر شوي او د یاد هېواد د ځواکونو پټنځایونه پرې ویشتل شوي دي.

بل خوا د ایران سپاه پاسداران خبر ورکړی چې په اشغالي سیمو یې بشپړ کنټرول تر لاسه کړی او د تېرې شپې په " وعده صادق ۳" عملیاتو کې یې د فتاح توغندیو د توغولو خبر تایئد کړی دی.

په همدې حال کې د "واشنګټن پوسټ" ورځپاڼې پخپل راپور کې ویلي چې د ایران د بریدونو د دوام له امله به د اسرا... دفاعي سیستم دوه اوونۍ دوام هم ونه کړي.

دغه ورځپاڼې پخپل راپور کې ویلي چې د اسرا... د دفاعي سیستم د کمزوري کېدو احتمالي خبر یې د امریکا او اسرا...یلو له استخباراتي ارزونو سره بلدو سرچینو څخه تر لاسه کړی دی.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب