کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د اسرا... په تازه بریدونو کې ٣٢ فلسطیني وګړي وژل شوي

 اسرا... یو ځل بیا پر غزې تړانګه پراخ هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.  د غزې تړانګې روغتیايي چارواکي وايي، په خان‌یونس او یو شمېر نورو سیموکې د اسرا...د بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. حماس دغه بریدونه په سختو ټکو غندلي…

2026-01-31 23:35 40۱ دقیقې لوستل
د اسرا... په تازه بریدونو کې ٣٢ فلسطیني وګړي وژل شوي

 اسرا... یو ځل بیا پر غزې تړانګه پراخ هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

 د غزې تړانګې روغتیايي چارواکي وايي، په خان‌یونس او یو شمېر نورو سیموکې د اسرا...د بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۳۲ کسان وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

حماس دغه بریدونه په سختو ټکو غندلي او له امریکا یې غوښتي، چې د وضعیت د کنټرول لپاره بېړنی اقدام وکړي. اسراییل او حماس دواړه لوري یو بل د اوربند په ماتولو تورنوي. 

قطر او مصر هغه هېوادونه دي، چې پر غزې یې د اسرا... بریدونه غندلي دي.

 د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د اسراییل او حماس ترمنځ په روانه جګړه کې تر دې دمه له ۷۰ زرو ډېر فلسطیني وګړي وژل شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب