کابل (کوه نور، ۱۱ سنبله ۱۴۰۴): د اسلامي همکاریو سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طه د دې سازمان د اسلامي همکاریو ملاتړ صندوق ته لارښوونه کړې، چې د افغانستان ختیځ کې له زلزله ځپلیو سره مرستې او لاسنیوی وکړي.
طه څرګنده کړې، چې د افغان ولس ستونزو د کمولو لپاره بېړنیو بشري مرستو ته سخت ضرورت دی؛ ځکه، چې دوی د وړمې شپې زلزلې له امله ډېر زیانمن شوي دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د صندوق له خوا وړاندې شوې مرستې د اسلامي همکاریو سازمان لخوا له هغو هېوادونو او ولسونو سره د یووالي څرګندونه ده، چې له دې ناورینونو سره مخ کېږي.
د اسلامي همکاریو سازمان عمومي منشي یو ځل بیا د اسلامي نړۍ له ټولو بشري بنسټونو غوښتي، چې د افغان ولس سره د بېړنیو بشري مرستو په برابرولو کې لاس په کار شي؛ ترڅو افغانان د دې ویجاړوونکې زلزلې له پایلو سره د مقابلې توان پیدا کړي.




