کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي نښتو په اړه د ایران اندېښنه؛ بقایي: د ګاونډیو هېوادونو ثبات زموږ لپاره مهم دی

کابل (کوه نور، ۲۱ مېزان ۱۴۰۴): د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د ګاونډیو هېوادونو امنیت او ثبات د ایران لپاره ډېر اهمیت لري. د مهر خبري آژانس نن ورځ، راپور ورکړی، چې اسماعیل بقایي د تهران په یوه اونیزه ناسته کې ویلي، چې…

2025-10-13 09:59 212۱ دقیقې لوستل
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي نښتو په اړه د ایران اندېښنه؛ بقایي: د ګاونډیو هېوادونو ثبات زموږ لپاره مهم دی

کابل (کوه نور، ۲۱ مېزان ۱۴۰۴): د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د ګاونډیو هېوادونو امنیت او ثبات د ایران لپاره ډېر اهمیت لري.

د مهر خبري آژانس نن ورځ، راپور ورکړی، چې اسماعیل بقایي د تهران په یوه اونیزه ناسته کې ویلي، چې افغانستان او پاکستان دواړه د ایران مسلمان ګاونډیان دي او هر ډول کړکېچونه تر سرحدونو پورې محدود نه پاتې کېږي؛ بلکې پراخې پایلې لرلای شي.

هغه زیاته کړې، ایران له دواړو خواوو غواړي، چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي او د خبرو له لارې خپل اختلافات حل کړي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح شوي، چې په وروستیو ورځو کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په سرحدي نښتې سختې شوې دي.

ورته مهال د حکومت ویاند ویاند، ذبیح‌الله م،جاهد، ویلي چې د دوی ځواکونو په غچ اخیستونکو بریدونو کې ۲۵ پاکستانۍ پوستې نیولي او ۵۸ پاکستاني سرتیري یې وژلي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب