کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د افغانستان بانک ۱۴ مليونه امريکايي ډالر ليلاموي

د افغانستان بانک پر اېکس ټولنیزه پاڼه ليکلي، چې سبا سه شنبه «د سپتمبر ۳يمه» د افغانيو د ارزښت ساتلو په موخه څوارلس مليونه ډالر د ليلام په ډول پلوري. دوی له سوداګريزو بانکونو، صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي، چې د ګډون کولو په موخه دې خپل حسابونه د ليلام د ورځې تر پايه تصفيه کړي. د افغانستان بانک وايي…

2023-10-02 03:16 145۲ دقیقې لوستل
د افغانستان بانک ۱۴ مليونه امريکايي ډالر ليلاموي

د افغانستان بانک پر اېکس ټولنیزه پاڼه ليکلي، چې سبا سه شنبه «د سپتمبر ۳يمه» د افغانيو د ارزښت ساتلو په موخه څوارلس مليونه ډالر د ليلام په ډول پلوري.

دوی له سوداګريزو بانکونو، صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي، چې د ګډون کولو په موخه دې خپل حسابونه د ليلام د ورځې تر پايه تصفيه کړي.

د افغانستان بانک وايي، د اسعارو د ليلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسويې ته اجازه نه ورکول کيږي او د داوطلبۍ ګټوونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قيمت پیسې په يو ځل په نقدي توګه دغه بانک ته وسپاري.

افغانستان بانک په دې وروستيو کې بار بار د افغانيو د ارزښت ساتلو په موخه مليونونه ډالر ليلام کړي، چې تر ډېره حده يې ارزښت لوړ ساتلی دی.

د بلومبرګ نړيوالې تحقيقي ادارې د راپور له مخې افغانۍ د باثباته کرنسيو په لېست کې دريم ځای خپل کړی.

دوی ويلي افغانۍ په تېر يوه کال کې ۱۴۱ سلنه لوړه شوې، چې لامل يې په سوداګريزو معاملاتو کې د افغانۍ کارونه، د ډالرو د قاچاق

مخنيوی او په انلاين غیر قانوني فعاليتونو بنديز يې د لوړالي عوامل ياد کړي. اوسمهال د هېواد د اسعارو په بازارونو کې یو امريکایي ډالر ۷۷ افغانۍ کېږي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب