کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د اقتصاد وزیر د جاپان له سفیر سره لیدلي

کابل (کوه نور، ۱۳ سنبله ۱۴۰۴): د اقتصاد وزیر قاري دین‌محمد حنیف د جاپان له سفیر تاکایوشي کورمایا او ورسره پلاوي سره د دوی د مخه ښې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا او بشري مرستو د لا ډېروالي په اړه خبرې وکړې. د اقتصاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د جاپان سفیر د اسلامي امارت له لورې د امنیت د…

2025-09-04 03:04 117۱ دقیقې لوستل
د اقتصاد وزیر د جاپان له سفیر سره لیدلي

کابل (کوه نور، ۱۳ سنبله ۱۴۰۴): د اقتصاد وزیر قاري دین‌محمد حنیف د جاپان له سفیر تاکایوشي کورمایا او ورسره پلاوي سره د دوی د مخه ښې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا او بشري مرستو د لا ډېروالي په اړه خبرې وکړې.

د اقتصاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د جاپان سفیر د اسلامي امارت له لورې د امنیت د تامین، د مخدره موادو پر ضد مبارزې، د قاچاق مخنیوي، د اداري فساد له منځه وړلو او اقتصادي او بنسټیزو پرمختګونو په برخه کې هڅې وستایلې او ډاډ یې ورکړ، چې جاپان به له افغانستان سره خپلو بشري او پرمختیایې همکاریو ته دوام ورکړي.

سفیر همداراز ویلي، هېواد یې د زلزله ځپلیو افغانانو لپاره بېړنۍ بشري مرستې لېږلې، چې پکې خیمې، کمپلې او نور اړین توکي شامل دي. 

دا مرستې به د جاپان د نړۍوالو همکاریو ادارې له لارې نړۍوال سره صلیب او هلال احمر فدراسیون ته وسپارل شي؛ ترڅو اړمنو ته ووېشل شي.

د اقتصاد وزیر او د مرستو د جذب کمېټې غړو د جاپان له بشري او پرمختیایې همکاریو په ځانګړي ډول د وروستیو زلزله‌ځپلیو سره د مرستو له امله مننه وکړه.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب