کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د اقلیم بدلون؛ مکسیکو کې د سختو بارانونو له امله نږدې ۳۰ تنه مړه شوي

کابل (کوه نور، ۱۹ مېزان ۱۴۰۴): مکسیکو کې د سختو بارانونو له امله نږدې ۳۰ تنه مړه شوي دي.  سیمه‌ییزو چارواکو د جمعې په ورځ راپور ورکړی، چې دغه بارانونه د ځمکې ښوېدنې، د برېښنا د پرې کېدو او د سیندونو د خرابېدو لامل شوي دي. د رویټرز د راپور له مخې، د مکسیکو د هیدالګو ایالت د ملکي ساتنې ادارې ویلي، چې لږ تر لږه…

2025-10-11 07:32 153۲ دقیقې لوستل
د اقلیم بدلون؛ مکسیکو کې د سختو بارانونو له امله نږدې ۳۰ تنه مړه شوي

کابل (کوه نور، ۱۹ مېزان ۱۴۰۴): مکسیکو کې د سختو بارانونو له امله نږدې ۳۰ تنه مړه شوي دي.

 سیمه‌ییزو چارواکو د جمعې په ورځ راپور ورکړی، چې دغه بارانونه د ځمکې ښوېدنې، د برېښنا د پرې کېدو او د سیندونو د خرابېدو لامل شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د مکسیکو د هیدالګو ایالت د ملکي ساتنې ادارې ویلي، چې لږ تر لږه ۱۶ تنه مړه شوي او شاوخوا ۱۰۰۰ کورونه او سلګونه ښوونځي زیانمن شوي دي.

په همدې حال کې د پوبلا ایالت والي، الیخاندرو آرمینتا ویلي، چې د ځمکې ښوېدنې په څېر پېښو له امله لږ تر لږه ۹ تنه مړه شوي او ۵ تنه نور ورک شوي دي.

همدارنګه د مکسیکو په وراکروز ایالت کې هم چارواکو د دوه تنو د مړینې خبر ورکړی دی.

د مکسیکو ولسمشرې، کلودیا شینباوم پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د خلکو د مرستې، د سړکونو د خلاصون او د برېښنا د بېرته راوستلو لپاره یې هڅې دوام لري.

 هغې د ژغورونکو انځورونه هم خپاره کړي، چې د اوبو ډکو سړکونو له لارې د مرستې توکي انتقالوي.

په یوه ویډیو کې د مکسیکو سمندري ځواکونو یو افسر لیدل کېږي، چې تر غاړې پورې په اوبو کې روان دی او د پوزا ریکا ښار کې د بند پاتې خلکو د ژغورلو هڅه کوي.

 دا ښار د کازونس سیند د خرابېدو له امله تر ډېره لاندې اوبو تللی دی.

د مکسیکو د دفاع وزارت ویلي، چې له ۵۴۰۰ زیات سرتېري یې د څارنې، انتقال او پاک‌کارۍ لپاره سیمې ته استولي دي.

همداراز، «ریمونډ» او «پریسیلا» نومي طوفانونه اوس د باخا کالیفورنیا ټاپووزمه او د مکسیکو د ارام سمندر لوېدیځو سواحلو ته بارانونه راوړي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب