په داسې حال کې چې د اسرائيلو او حماس تر منځ جګړې زور اخيستی، د امريکا د بهرنیو چارو وزير، انتوني بلېنکن اسرائیلو ته ورسېد.
د اسرائيل د بهرنیو چارو وزیر ایلی کوهن، په بین ګوریون نړیوال هوايي ډګر کې د انتوني بلېنکن هرکلی وکړ.
د اسرائیل ټایمز رسنۍ خبر وکړی، چې انتوني بلېنکن د اسرائیل له خلکو د ملاتړ اعلان کړی دی.
بلېنکن هم اسرائیل ته له تګ مخکې خبریالانو ته وویل، چې دی د امریکا د ولسمشر او د امریکا د خلکو له خورا څرګند پیغام سره اسراییل ته ځي او هغه دا چې امریکا له اسراییلو سره ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې امریکا هوډ لري چې ډاډ ترلاسه کړي چې اسراییل د ځان د دفاع لپاره کافي وسایل لري.
د حماس له خوا تر بریدونو وروسته اسرائیلو پر غزې هوايي بریدونه پیل کړل او سیمې ته یې د "بریښنا، خوراکي توکو او سون توکو" د لېږد د مخنیوي په موخه سیمه کلابنده کړه.
تر اوسه د دواړو لورو څخه زرګونه کسان وژل شوي او جګړه لا هم روانه ده. حماس اسرائیل ته ګواښ کړی، که پر غزې خپل هوايي بريدونه و نه دروي؛ نو نیول کسان به یې اعدام کړي.
بل لوري ته بیا اسرائیل وایي، د لومړی ځل لپاره تر ټولو د یوې سختې حملې سره مخ شوي او تر وروستیو به مقابله کوي.




