کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د امريکا د ټاکنيزو ناندریو دوام؛ باېډن چين ته د نه لاس‌وهنې خبرداری ورکړی

د امريکا ولسمشر جو باېډن په يوه تليفوني اړيکه کې د چين ولسمشر شي جين‌پینګ ته خبرداری ورکړی چې د امريکا په ټاکنو کې لاس‌وهنه ونه کړي. جين‌پینګ په ځلو ټينګار کړی چې د امريکا په کورنيو مسايلو کې د ښکېلتيا علاقه نه لري خو سپينه ماڼۍ یې ورسره نه مني. امريکايي لوړپوړي چارواکي د بيجېنګ د څرګندونو په غبرګون کې و…

2024-04-02 19:57 333۱ دقیقې لوستل
د امريکا د ټاکنيزو ناندریو دوام؛ باېډن چين ته د نه لاس‌وهنې خبرداری ورکړی

د امريکا ولسمشر جو باېډن په يوه تليفوني اړيکه کې د چين ولسمشر شي جين‌پینګ ته خبرداری ورکړی چې د امريکا په ټاکنو کې لاس‌وهنه ونه کړي.

جين‌پینګ په ځلو ټينګار کړی چې د امريکا په کورنيو مسايلو کې د ښکېلتيا علاقه نه لري خو سپينه ماڼۍ یې ورسره نه مني.

امريکايي لوړپوړي چارواکي د بيجېنګ د څرګندونو په غبرګون کې ويلي چې نه شي کولی د چينايي چارواکو په خبرو باور وکړي او بايد خپلو خبرو ته د عملي کېدو بڼه ورکړي.

د تېر کال نومبر مياشت کې د امريکا استخباراتي ادارې داسې شواهد وموندل چې چين د مصنوعي ځيرکتيا پر مټ د امريکا د ټاکنو سيستم کې لاس‌وهنه کوي.

امريکايي چارواکو د همدې اندېښنې له مخې خبرداری ورکړی چې د ټاکنو انلاين سيستم به له ډېرو فشارونو سره مخ وي او ادعا کوي چې د روسيې، چين او ايران په څير هېوادونه به هڅه وکړي چې د ټاکنو مصونيت ته زيان ورسوي.

ټاکل شوې د امريکا ټاکنې راتلونکې نومبر میاشت کې د دوو نوماندانو جو باېډن او ډونالډ ټرمپ ترمنځ چې له مخکې د ديموکراتيک او جمهوري‌ غوښتونکو حذبونو ډېرې رايې خپلې کړي، ترسره شي.

لیکوال/اېډېټر: Sumira Sayedi
Sumira Sayedi
Sumira Sayedi

ثمیرا سيدي افغان خبریاله ده او په بېلابېلو مسایلو د افغان پرېس خبري اژانس لپاره خبرونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب