کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د امريکا محکمې د ټرمپ تعرفې غير قانوني اعلان کړې

 د امريکا سترې محکمې ویلي، هغه تعرفې چې ټرمپ د ملي بېړني حالت د قانون له مخې لګولې وې، قانوني نه دي.  محکمې وويل چې د تعرفو او مالیو لګولو واک د ولسمشر نه؛ بلکې د کانګرس دی. د محکمې مشر قاضي جان رابرټس ټینګار کړی چې ولسمشر نشي کولای د بېړنیو اقتصادي واکونو له قانونه د پراخو تعرفو لپاره کار واخلي. ټرمپ دا پرېک…

2026-02-21 00:54 84۱ دقیقې لوستل
د امريکا محکمې د ټرمپ تعرفې غير قانوني اعلان کړې

 د امريکا سترې محکمې ویلي، هغه تعرفې چې ټرمپ د ملي بېړني حالت د قانون له مخې لګولې وې، قانوني نه دي. 

محکمې وويل چې د تعرفو او مالیو لګولو واک د ولسمشر نه؛ بلکې د کانګرس دی.

د محکمې مشر قاضي جان رابرټس ټینګار کړی چې ولسمشر نشي کولای د بېړنیو اقتصادي واکونو له قانونه د پراخو تعرفو لپاره کار واخلي.

ټرمپ دا پرېکړه «شرموونکې» بللې او ویلي یې دي چې دا حکم ډېر ناهيلوونکی دی. 

هغه اعلان کړی چې غواړي د اجرائیوي فرمان له لارې پر ټولو وارداتو ۱۰ سلنه تعرفه ولګوي.

 نوموړي همدارنګه د محکمې ځینې غړي تورن کړي چې د بهرنیو ګټو تر اغېز لاندې راغلي دي.

ټرمپ ويلي، چې له نورو قانوني لارو به هم کار واخلي څو خپله سوداګريزه تګلاره عملي کړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب