وروسته له هغې چې د امريکا ولسمشر دغه هېواد څخه د غیر قانوني کډوالو د شړلو امر وکړ، د دغه هېواد يوې نظامي الوتکې ګڼ شمېر کډوال ګواتمالا ته لېږدولي دي.
په همدې حال کې بیا پنټاګون ويلي، د امريکا جنوب سرحد د پاملرنې په موخه به اضافي ځواکونه واستوي.
رويټرز د يوې امريکايي چارواکي له قوله ویلي، د دغه هېواد نظامي C_17 الوتکو ۱۶۰ تنو په دوو الوتکو کې لېږدولي دي.
امريکايي چارواکو ويلي، دا لومړی ځل دی چې دغه هېواد د کډوالو د لېږد لپاره له نظامي الوتکو کار اخلي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، متحده ايالات به ۵ زره کډوال له خپلې خاورې وباسي چې د دغه هېواد په کاليفورنيا، سنډياګو، ټکساس او آل پاسو ايالتونو کې مېشت دي.
وړاندې ليکل شوي، د ټرمپ ادارې دغه راز ويلي، له مکسیکو سره به په پوله ۱۵۰۰ نور ځواکونه هم ځای پر ځای کړي.
د يادونې وړ ده چې د ټرمپ له لومړنيو فرمانونو څخه يې يو د کډوالو موضوع چې د غیر قانوني کډوالو له اېستلو سره سره به دغه هېواد د پناه غوښتنې په برخه کې هم پراخ محدوديتونه رامنځته کړي.




