کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د امریکا اقدام؛ د وینزویلا د تېلو د لېږد دوه بېړۍ ودرول شوې

خبرياله: نازو عمري امریکا وايي، چې ځواکونو یې په دوو جلا عملیاتو کې دوه هغه ټانکر بېړۍ نیولي، چې د وینزویلا د تېلو د صادراتو برخه کې ښکيلې وې. لومړۍ بېړۍ چې "مارینیرا" نومېږي، د روسیې بیرغ پرې رپېده او له دوه اونېو څار وروسته د ایسلنډ او سکاټلنډ ترمنځ سمندر کې نیول شوې ده. په دې عملیاتو کې د بریټانیا سمندري ځواک هم مرس…

2026-01-08 05:33 129۱ دقیقې لوستل
د امریکا اقدام؛ د وینزویلا د تېلو د لېږد دوه بېړۍ ودرول شوې

خبرياله: نازو عمري

امریکا وايي، چې ځواکونو یې په دوو جلا عملیاتو کې دوه هغه ټانکر بېړۍ نیولي، چې د وینزویلا د تېلو د صادراتو برخه کې ښکيلې وې.

لومړۍ بېړۍ چې "مارینیرا" نومېږي، د روسیې بیرغ پرې رپېده او له دوه اونېو څار وروسته د ایسلنډ او سکاټلنډ ترمنځ سمندر کې نیول شوې ده. په دې عملیاتو کې د بریټانیا سمندري ځواک هم مرسته کړې ده.

دویمه بېړۍ چې "صوفیه" نومېږي، په کارابین سمندر کې نیول شوې او امریکا دا په غیرقانوني فعالیتونو تورنه کړې ده.

دا نیونې هغه مهال شوې دي؛ چې امریکا هڅه کوي د وینزویلا د خام تېلو صادرات محدود کړي.

بل‌خوا، روسیې د هغه ټانکر نیول غندلي چې د روسیې بیرغ پرې رپېده او له امریکا یې غوښتي چې باید د بېړۍ روسي کارکوونکو سره ښه چلن وشي او ژر تر ژره روسیې ته د ستنېدو اجازه ورکړل شي.

د روسیې د ټرانسپورټ وزارت هم ویلي،  چې یاده بېړۍ یوازې موقتي د روسیې بیرغ کارولی وو او هېڅ هېواد حق نه لري؛ د بل هېواد د ثبت شوې بېړۍ پر ضد زور وکاروي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب