کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د امریکا دفاع وزارت د خبریالانو لاسرسی محدود کړی

کابل (کوه نور، ۲۸ سنبله ۱۴۰۴): د امریکا دفاع وزارت "پینټاګان" پرون اعلان کړی، چې د دفاع وزارت د پوښښ کوونکو خبریالانو لپاره به نوي محدودیتونه ولګوي.  له خبریالانو به غوښتنه کېږي چې ژمنه وکړي، یوازې هغه معلومات به راټولوي یا خپروي چې رسمي اجازه ورته ورکړل شوې وي، که نه نو د پوځ د پوښښ اسناد کریډېنشلونه به ترې واخیس…

2025-09-20 03:24 125۱ دقیقې لوستل
د امریکا دفاع وزارت د خبریالانو لاسرسی محدود کړی

کابل (کوه نور، ۲۸ سنبله ۱۴۰۴): د امریکا دفاع وزارت "پینټاګان" پرون اعلان کړی، چې د دفاع وزارت د پوښښ کوونکو خبریالانو لپاره به نوي محدودیتونه ولګوي.

 له خبریالانو به غوښتنه کېږي چې ژمنه وکړي، یوازې هغه معلومات به راټولوي یا خپروي چې رسمي اجازه ورته ورکړل شوې وي، که نه نو د پوځ د پوښښ اسناد کریډېنشلونه به ترې واخیستل شي.

نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې دا اقدام د دې معنا لري، چې خبریالان به نور نشي کولای لکه پخوا په آزاد ډول د پینټاګان ودانۍ ته داخل شي یا له پوځي چارواکو سره مستقیمې مرکې وکړي؛ پرته له دې چې له مخکې اجازې واخلي.

د نیویارک ټایمز په راپور کې راغلي، دا نوې پالیسي د یو ۱۷ مخیز یادښت "میمورنډم" له لارې رسنیو ته استول شوې، چې د ټرمپ ادارې له‌خوا د رسنیو د محدودولو د هڅو وروستی ګام بلل شوی دی.

د دفاع وزارت په یادښت کې راغلي، چې دوی لا هم لا شفافیت ته ژمن دي؛ ترڅو حساب ورکونه او د خلکو باور تامین شي.

وړاندې لیکل شوي، چې خبریالان باید معلومات د یوې مناسبه با اختیاره سرچینې له‌خوا د خپراوي لپاره تصویب کړي، آن که محرمانه هم نه وي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب