کابل (کوه نور، ۲۹ عقرب ۱۴۰۴): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هند لپاره د جاوېلین ټانک ضد توغندیو سیسټم او ایکسکالیبر لارښود توپچي مهماتو پلور ته، چې ارزښت یې ۹۳ میلیونه ډالرو ته رسېږي، اجازه ورکړې ده.
د هندي رسنیو د راپورونو له مخې دا وروسته هغې لومړی ځل دی چې هند د واشنګټن له بهرني نظامي پلور پروګرام څخه دفاعي تجهیزات اخلي، چې د دواړو هېوادونو اړیکې په اګست کې تر هغې وروسته خړې پړې شوې، کله، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې له خوا د تېلو پیرودلو په غبرګون کې د هند پر وارداتو تعرفې دوه برابره او ۵۰ سلنې ته یې ورسولې.
په راپورونو کې راغلي، دا معامله له هغې وروسته ترسره کېږي، چې هند روانه میاشت کې له جنرال الیکټریک شرکت څخه د جټ الوتکو د انجنونو د اخېستلو لپاره بیا فرمایش ورکړ؛ ترڅو د هند جوړ شوو تجاس جنګي الوتکو ته ځواک ورکړي.
د امریکا د دفاع امنیتي همکارۍ ادارې DSCA پر وینا، دا وړاندیز شوی پلور به د امریکا د بهرنۍ تګلارې او ملي امنیت موخې پیاوړې کړي، د هند او امریکا ستراتیژیکو اړیکو ته به وده ورکړي او په هندوستان، د آسیا او هند-پاسیفیک سیمه کې د سولې او ثبات لپاره به مهمه مرسته وي.
د رویټرز خبري اژانس په راپور کې راغلي، هند غوښتنه کړې چې تر ۲۱۶ پورې ایکسکالیبر مهمات او ۱۰۰ د جاوېلین سیسټم واحدونه وپېري.




