کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د امریکا ستره محکمه: د فدرال ریزرف ګورنرانو غړې لیزا کوک به پر خپله دنده پاتې شي

کابل (کوه نور، ۱۹ سنبله ۱۴۰۴): د امریکا یوې فدرالي محکمې پرېکړه کړې، چې د فدرالي ریزرف غړې "لیزا کوک" کولای شي پر خپل مقام کې پاتې شي؛ تر هغې، چې یاده محکمه د ټرمپ د پرېکړې پر ضد مبارزه کوي. دا پرېکړه، چې ښايې د امریکا ستره محکمه کې وننګول شي د ټرمپ د ادارې لپاره یو شاتګ ګڼل کېږي، ځکه ټرمپ غواړي پر هغه دولتي بانک ډېر و…

2025-09-09 23:28 151۲ دقیقې لوستل
د امریکا ستره محکمه: د فدرال ریزرف ګورنرانو غړې لیزا کوک به پر خپله دنده پاتې شي

کابل (کوه نور، ۱۹ سنبله ۱۴۰۴): د امریکا یوې فدرالي محکمې پرېکړه کړې، چې د فدرالي ریزرف غړې "لیزا کوک" کولای شي پر خپل مقام کې پاتې شي؛ تر هغې، چې یاده محکمه د ټرمپ د پرېکړې پر ضد مبارزه کوي.

دا پرېکړه، چې ښايې د امریکا ستره محکمه کې وننګول شي د ټرمپ د ادارې لپاره یو شاتګ ګڼل کېږي، ځکه ټرمپ غواړي پر هغه دولتي بانک ډېر واک ولري، چې معمولا د سیاست له ورځني فشار څخه ساتل کېږي.

ټرمپ د اګست په ۲۵مه ویلي و، چې کوک یې د کورونو د پور یا مورګیج د درغلۍ د تورونو له امله ګوښه کړې ده.

د سي اِن اِن د راپور له مخې، پر لېزا کوک دا لګېدلي تورونه د هغو دوو ملکیتونو سره تړلي وو، چې هغې په ۲۰۲۱ کال د فدرال ریزرف تر غړیتوب مخکې اخیستي وو.

د کوک وکیلانو ویلي، د ولسمشر له خوا د هغې ګوښه کول غیرقانوني دي، ځکه، چې ولسمشر یواځې د قانوني علت پر بنسټ کولای شي د فدرال ریزرف غړي لرې کړي.

سترې محکمې ویلي، د کوک ګوښه کول باید د اصولو سره سم وي؛ یعنې هغې ته باید اورېدنه او د ځواب ویلو حق ورکړل شوی وای؛ خو داحقونه نه دي ورکول شوي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب