کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د امریکا مین ایالت کې مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې

کابل (کوه نور، ۶ دلوه ۱۴۰۴): نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا په مېن ایالت کې یوه شخصي الوتکه چې اته کسان پکې سپاره وو، لوېدلې ده. اسوشیټېډ پرېس نن دوشنبه، د جنورۍ ۲۶، راپور ورکړی، چې دغه الوتکې د بنګور له هوايي ډګر څخه الوتنه کړې وه، چې تر اوسه د دې الوتکې د سپرلیو د وضعیت په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي. دا پې…

2026-01-26 00:11 121۱ دقیقې لوستل
د امریکا مین ایالت کې مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې

کابل (کوه نور، ۶ دلوه ۱۴۰۴): نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا په مېن ایالت کې یوه شخصي الوتکه چې اته کسان پکې سپاره وو، لوېدلې ده.

اسوشیټېډ پرېس نن دوشنبه، د جنورۍ ۲۶، راپور ورکړی، چې دغه الوتکې د بنګور له هوايي ډګر څخه الوتنه کړې وه، چې تر اوسه د دې الوتکې د سپرلیو د وضعیت په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې د امریکا په شمال ختیځ او د هېواد په ډېرو نورو سیمو کې سخت ژمنی توپان روان دی.

د بنګور هوايي ډګر په یوه اعلامیه کې ویلي، بېړنۍ ډلې د پېښې ځای ته رسېدلي او هوايي ډګر تړل شوی دی.

یاده الوتکه د بمبارډیر چالنجر ۶۰۰ ډول ده، چې یو پراخ‌بدنه سوداګریز جټ بلل کېږي او له نهو تر ۱۱ مسافرو د لېږد وړتیا لري.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب