د نړۍوالو رسنیو د راپورونو په اساس د امریکا په کالیفورنیا کې د لګېدلي اور تر دې مهاله یوازې یوولس سلنه مخنیوی شوی خو شپږ ځایه لا هم په پراخه کچه بل دی.
اسوشیټید پریس خبري اژانس خبر ورکړی چې په دغه اور لګېدنه کې نږدې ۸۰ زره جریبه ځمکه سوځېدلې ده.
د یاد اژانس په راپور کې راغلي چې تر دې مهاله له دوولس زرو څخه ډېر کورونه هم پهکې سوځېدلي دي.
د مرګ ژوبلې په اړه که څه هم کره معلومات نه شته خو د CNN ټلویزیون د خبر له مخې تر دې مهاله ۱۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ویل کېږي چې دغه اور لګېدنه د فیسبوک کمپنۍ (میټا) ته هم په نږدې کېدو ده.
باید وویل شي چې د دغه اور د مخنیوي په برخه کې د امریکا د حکومت ناکامۍ ګڼ غبرګونونه راپارولي دي او د یاد هېواد حکومت د خپل ولس له سختو نیوکو سره مخ شوی دی.




