ڪابل (کوه نور، ۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴): د امریکا جنوبي قوماندانۍ ویلي، چې د دسمبر په ۱۵مه د یاد هېواد د جګړې وزیر پېټ هیګسېت په هدایت، د امریکا پوځ د "جنوبی نیزه" په نوم عملیاتو کې درې کښتۍ چې د ترهګــ...ــریزو ډلو لهخوا اداره کېدې، په نښه کړې دي.
سرچینې ویلي، دا بریدونه په نړیوالو اوبو کې ترسره شوي، چې له امله یې اته کسان وژل شوي دي.
امریکایي چارواکو ویلي، دغه کښتۍ د پټو معلوماتو له مخې د نشهيي موادو د قاچاق پر مشهورو لارو روانې وې.
د سرچینو د مالوماتو پر اساس، تر اوسه د دې عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۹۵ کسان د شکمنو نشهيي کښتیو په بریدونو کې وژل شوي دي.
د امریکایې چارواکو پر وینا، دا کمپاین د نشهيي موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره لا هم دوام لري.
باید وویل شي، چې وروستی ورته برید د دسمبر په څلورمه هم شوی و، چې پکې څلور کسان وژل شوي وو.




