کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د انګلستان د سل توپیز کرکټ لیګ پنځم پړاو د راشدخان او نوراحمد په شتون کې نن شپه پیلیږي.

د انګلستان کرکټ ادارې اړوند مشهور سل توپیز تجارتي کرکټ لیګ نن سه شنبه د شپې ۱۰:۰۰ بجې په لارډز لوبغالي کې د راشدخان اړوند او تېرو دوه پړاوونو اتلې اوول اېنوینسیبلز او د لندن سېپریټ لوبډلو ترمنځ په لوبې سره پیلیږي. د افغانستان بل ورو توپ اچوونکی نوراحمد لکڼوال له منچسټر اوریجنل لوبډلې سره شتون لری. په دغه لیګ کې ټولې ۸…

2025-08-05 00:19 322۱ دقیقې لوستل
د انګلستان د سل توپیز کرکټ لیګ پنځم پړاو د راشدخان او نوراحمد په شتون کې نن شپه پیلیږي.

د انګلستان کرکټ ادارې اړوند مشهور سل توپیز تجارتي کرکټ لیګ نن سه شنبه د شپې ۱۰:۰۰ بجې په لارډز لوبغالي کې د راشدخان اړوند او تېرو دوه پړاوونو اتلې اوول اېنوینسیبلز او د لندن سېپریټ لوبډلو ترمنځ په لوبې سره پیلیږي.

د افغانستان بل ورو توپ اچوونکی نوراحمد لکڼوال له منچسټر اوریجنل لوبډلې سره شتون لری.

په دغه لیګ کې ټولې ۸ لوبډلې ګډون لري چې د ۲۶ ورځو په موده کې به په ۸ نړیوالو لوبغالو کې د پای لوبې په شمول ټولې ۳۴ سیالۍ ترسره کړي. 

د یاد کرکټ لیګ سږن پړاو د اګسټ له ۵ مې نېټې پیلېږي او په پام کې ده چې تر ۳۱ مې نېټې دوام وکړي.

په دغه لیګ کې لوبېدونکي دواړه افغان لوبغاړي اوس مهال په لوبو کې د ګډون په موخه انګلستان ته تللي او په ګروپي مرحله کې د څو لوبو له ترسره کولو وروسته به په درې اړخیزې لوبلړۍ او آسیاجام کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته راستانه شي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب