کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د انګلستان په مانچسټر کې پاکستانی حیدر علي د جنسي تېري په تور نیول شوی دی

د پاکستان شاهینز کرکټ لوبډلې لوبغاړی حیدر علي د انګلستان په مانچسټر کې په یوې انجلۍ د جنسي تېري په تور نیول شوی دی، د راپورونو له مخې یاده پېښه د روان ۲۰۲۵ کال د جولای په ۲۳مه د انګلستان مانچسټر ته د پاکستان شاهینز لوبډلې د سفر پرمهال رامنځته شوې. ۲۴ کلن حیدر علي د اګست په ۴مه د مانچسټر د پولیسو لخوا نیول شوی او وروسته…

2025-08-08 03:51 152۲ دقیقې لوستل
د انګلستان په مانچسټر کې پاکستانی حیدر علي د جنسي تېري په تور نیول شوی دی

د پاکستان شاهینز کرکټ لوبډلې لوبغاړی حیدر علي د انګلستان په مانچسټر کې په یوې انجلۍ د جنسي تېري په تور نیول شوی دی، د راپورونو له مخې یاده پېښه د روان ۲۰۲۵ کال د جولای په ۲۳مه د انګلستان مانچسټر ته د پاکستان شاهینز لوبډلې د سفر پرمهال رامنځته شوې.

۲۴ کلن حیدر علي د اګست په ۴مه د مانچسټر د پولیسو لخوا نیول شوی او وروسته درې ورځو لپاره په ضمانت خوشې شوی دی، خو د پلټنو تر بشپړیدو پورې له انګلستان څخه د وتلو اجازه نلري.

د پاکستان کرکټ بورډ د پلټنو تر پای ته رسېدو پورې د حیدر علي په ټولو لوبیزو فعالیتونو موقتي بندیز لګولی دی، یاد بورډ ویلي چې دوي د انګلستان هېواد د قانوني پروسې بشپړ درناوی کوي او د پلټنو د پایلو پر بنسټ به نور اقدامات هم ترسره کړي، د پاکستاني کرکټ بورډ د چارواکو په وینا د دې پېښې پلټنې روانې دي او د حیدر علي راتلونکی لوبیز ژوند د پلټنو د پایلو پورې تړل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان الف لوبډلې د جولای له ۲۲ مې د اګسټ میاشتې تر لومړۍ اوونۍ د انګلستان د دوه کورنیو کرکټ کلبونو پر وړاندې د لوبو لپاره یاد هېواد ته سفر درلود چې درې یو ورځنۍ او دوه درې ورځنۍ لوبې یی پکې ترسره کړې.

د یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ یی د انګلستان "د فرسټ کلاس انتخابي یوولس کسیزې لوبډلې" پر وړاندې ترسره کړه چې ۲-۱ پاکستانۍ لوبډلې وګټله.

د دوه درې ورځنیو لوبو د لوبلړۍ یوه لوبه یی "د اېم سي سي ځوانو لوبغاړو او د جنوبی آسیا د کرکټ اکاډمۍ ګډې یوولس کسیزې لوبډلې" پر وړاندې او بله یی بیا هم "د فرسټ کلاس انتخابي لوبډلې" پر وړاندې ترسره کړه چې دواړه لوبې مساوي پای ته ورسېدې.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب