کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د اوکراین ـ روسیې جګړه او د اټومي بټیو د خوندیتوب په اړه اندیښنې

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په اوکراین او د روسیې په کورسک کې د جګړو په ډیرېدو سره هلته د اټومي بټیو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده. د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي مشر رافیل ګروسي ویلي: «موږ یو ځل بیا د زاپوریزیا د اټومي بټۍ د امنیت په وړاندې د ګواښونو د زیاتیدو شاهدان یو.» د زاپوریزیا اټومي بټۍ د خوندیت…

2024-08-17 23:56 128۲ دقیقې لوستل
د اوکراین ـ روسیې جګړه او د اټومي بټیو د خوندیتوب په اړه اندیښنې

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په اوکراین او د روسیې په کورسک کې د جګړو په ډیرېدو سره هلته د اټومي بټیو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي مشر رافیل ګروسي ویلي: «موږ یو ځل بیا د زاپوریزیا د اټومي بټۍ د امنیت په وړاندې د ګواښونو د زیاتیدو شاهدان یو.»

د زاپوریزیا اټومي بټۍ د خوندیتوب په اړه اندیښنې وروسته له هغې زیاتې شوې چې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې کارپوهانو اعلان وکړ چې د چاودیدونکو توکو یوه بې پیلوټه الوتکه د اټومي تاسیساتو د دوو لویو دروازو تر منځ په سړک کې ولویده چې زیان یې رامنځته کړ.

د روسیې پوځ د اوکرایین ځواکونه د دې چاودنې مسوول بللي دي. 

د اوکراين په جنوب ختيځ کې د زاپوريزيا اټومي بټۍ د دغه هېواد پر وړاندې د روسيې د پوځي يرغل له لومړۍ ورځې راهيسې نيول شوې ده.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو د ۹۹ هېوادونو په رایو سره د یوه پرېکړه لیک له لارې له روسیې غوښتي وو چې ژر تر ژره دې خپل پوځي ځواکونه او نور غیر رسمي پرسونل له زاپوریژیا اټومي بټۍ څخه وباسي او دغه پوځي قرارګاه دې په بشپړه توګه اوکراین ته وسپاري.

په همدې حال کې د روسیې د اټمي انرژۍ ادارې په کورسک سیمه کې د اوکراین د وسله والو ځواکونو د پرمختګ په اړه رافیل ته په یوه راپور کې د کورچاتوف په ښار کې د کورسک د اټومي بټۍ د امنیت په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

روسي رسنیو د امنیتي سرچینو له قوله ویلي، داسې نښې شته چې اوکراین د کورسک پر اټومي بټۍ د یوه پاروونکي برید لپاره له غبرګون سره مخ شي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب