کابل (کوه نور، ۲۹ مېزان ۱۴۰۴): د اوکراین پخواني لومړي وزیر نیکولای ازاروف ویلي، د روسیې او امریکا د ولسمشرانو ترمنځ، چې ټاکل شوې غونډه به په بوداپست کې ترسره شي، ښايي مثبتې پایلې ولري.
ازاروف د TASS خبري آژانس ته ویلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلینسکي وروستۍ لیدنه په واشنګټن کې ښيي چې ټرمپ د سولې پروسې ته ژمن دی.
نوموړي ویلي، که دا ډول نیت نه وي، نو ولې غونډه ترسره شي؟ بېنتیجې غونډه هم د ټرمپ او هم د پوتین لپاره منفي پایله لري.
هغه هیله څرګنده کړې، چې په الاسکا کې د تېر اګست د دواړو مشرانو ترمنځ د ترسره شوې غونډې روحیه به بېرته راژوندۍ شي.
د ازاروف پر وینا، دواړه لوري د خبرو اترو فضا ته اماده ښکاري او له همدې امله تمه ده، چې مثبت پرمختګونه وشي.
یاده دې وي چې د اکتوبر په ۱۶مه، پوتین او ټرمپ دوه نیم ساعته تلیفوني خبرې کړي وې او د روسیې د ولسمشر سلاکار یوري اوشاکوف ویلي، چې مسکو او واشنګټن به زر د راتلونکې غونډې تیاری پیل کړي، چې ښايي د هنګري په پلازمېنه بوداپست کې ترسره شي.
بل پلو د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان لا مخکې امر کړی، چې د دې غونډې د چمتووالي لپاره د تنظیم کمېټه جوړه شي.
په الاسکا کې غونډه د اګست میاشتې په منځ کې د انکوریج ښار ته نږدې یوه پوځي اډه کې ترسره شوې وه، چې شاوخوا درې ساعته یې دوام کړی و.




