کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د اوکراین پر برېښنا د روسیې برید؛ یو میلیون کورنۍ بې برېښنا شوي

کابل (کوه نور، ۵ سنبله ۱۴۰۴):روسي ځواکونو د پنج شنبې په ورځ د اوکراین د انرژۍ پر زېربناوو د ۲۰۰ توغندیو او ډرونونو  په وسیله کړی، چې له امله یې د یو میلیون کورنو برېښنا پرې شوې. اوکرایني چارواکو ویلي، دا د اوکراین پر برېښنا یې شبکو په لږ تر لږه دوه اونیو کې د روسیې دویم ستر هوایې برید دی، چې اندېښنې یې ډېرې کړې دي…

2025-08-27 09:08 170۲ دقیقې لوستل
د اوکراین پر برېښنا د روسیې برید؛ یو میلیون کورنۍ بې برېښنا شوي

کابل (کوه نور، ۵ سنبله ۱۴۰۴):
روسي ځواکونو د پنج شنبې په ورځ د اوکراین د انرژۍ پر زېربناوو د ۲۰۰ توغندیو او ډرونونو  په وسیله کړی، چې له امله یې د یو میلیون کورنو برېښنا پرې شوې.

اوکرایني چارواکو ویلي، دا د اوکراین پر برېښنا یې شبکو په لږ تر لږه دوه اونیو کې د روسیې دویم ستر هوایې برید دی، چې اندېښنې یې ډېرې کړې دي.

اوکرایني چارواکو زیاته کړې، کرملین غواړي د ژمي تر رارسېدو د مخه اوکراین کې د برېښنا تولیدي ظرفیت فلج کړي.

د اوکراین دانرژۍ وزیر  هیرمان هالوشچینکو پر فسبوک لیکلي، چې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو د روسیې بریدونه د ټول هېواد په کچه روان دي.

چینکو ویلي، اوکراین کې بېړني برېښنا پرېکونونه د هېواد په کچه عملي شوي دي.

همدارنګه پر اوکراین د روسیې د بریدونو له امله په خیرسون سیمه کې دوه کروندګر او یوه ۸۱ کلنه ښځه وژل شوې ده.

ورته مهال روسیې ادعا کړې، چې د اوکراین په ډونیڅک سیمه کې یې د یو بل کلي واک هم تر لاسه کړی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادي میر زلینسکي د امریکا پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ غږ کړی چې د روسیې د بریدونو پر وړاندې دي له سخت دریځه کار واخلي.

د یادونې وړ ده، چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ میاشتې د جګړې له پیله تر دې دمه لسګونه زره خلک وژل شوي او میلیونونه نور بې کوره شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب