د اوکراین د کورنیو چارو وزارت وايي، د روسیې توغندیزو بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.
داوکرایني چارواکو په خبره دغه بریدونه د یاد هېواد په بېلابېلو ښارونه کيف، دنيپرو، کريوي ريه، سلوويانسک، او کراماتورک شوي دي.
سرچینه وایي، د دغو ٤٠ څخه زياتو توغنديز بریدونو په نتیجه کې د استوګنې ودانۍ، زيربناوې او د ماشومانو یو روغتون زيانمن شوي دي.
د کییف ښاروال ویتالي کلیتشکو ویلي، دا بمباري د جګړې له پیل راهیسې په پلازمېنه کې تر ټولو بده حمله وه.
ورته مهال ولادیمیر زیلینکسي پر روغتون او عامه ځایونو برید غندلي.
د یادونې وړ ده چې له ۲۰۲۲ کال راهسې روسیه پر اوکراین توغندیز بریدونه کوي.




