کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ايران او پاکستان تر منځ ناندرۍ؛ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خپل سیال ته د پاکستان ته د سفر بلنه ورکړې

د پاکستان او ايران ترمنځ پر يو بل له بريدونو وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزير جليل عباس جيلاني د ايران د بهرنيو چارو له وزير حسین امير عبداللهيان سره ټيليفوني خبرې کړي. د ايران د بهرنيو چارو له وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، جیلاني د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو په بیا ښه کېدو ټينګار کړی. خبر پ…

2024-01-19 20:07 98۱ دقیقې لوستل
د ايران او پاکستان تر منځ ناندرۍ؛ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خپل سیال ته د پاکستان ته د سفر بلنه ورکړې

د پاکستان او ايران ترمنځ پر يو بل له بريدونو وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزير جليل عباس جيلاني د ايران د بهرنيو چارو له وزير حسین امير عبداللهيان سره ټيليفوني خبرې کړي.

د ايران د بهرنيو چارو له وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، جیلاني د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو په بیا ښه کېدو ټينګار کړی.

خبر پاڼه زياتوي، جيلاني له خپل سیال غوښتي ترڅو اسلام اباد ته سفر وکړي.

عبداللهيان په دغه ټيليفوني اړيکه کې ويلي، هېواد يې د پاکستان حاکميت او جغرافيې ته احترام لري.

د يادونې ده، چې څو ورځې وړاندې ايران د پاکستان پر بلوچستان بريد وکړ او اعلان يې وکړ چې په دغه خاوره يې د جیش العدل مرکزونه په نښه کړي.

پاکستان هم په ايران ځوابي بريدونه وکړل.

د دواړو بريدونو قربانيان د ماشومانو په ګډون عام وګړي وو.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب