کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ايران د بهرنيو چارو وزير امريکا ته تللی

د ايران د بهرنيو چارو وزير حسین امير عبدالهيان په خپله اکس پاڼه ليکلي، نوموړي د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت په رسمي بلنه هلته تللی ترڅو د سولې او امنيت په نړيوال کنفرانس کې چې په نيويارک کې جوړيږي ګډون وکړي. ټاکل شوې هغه به هلته د ګڼو هېوادونو له چارواکو او سیالانو سره هم لیده کاته ولري.دغه غونډه داسې مهال جوړيږي چې پ…

2024-01-22 22:13 84۱ دقیقې لوستل
د ايران د بهرنيو چارو وزير امريکا ته تللی

د ايران د بهرنيو چارو وزير حسین امير عبدالهيان په خپله اکس پاڼه ليکلي، نوموړي د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت په رسمي بلنه هلته تللی ترڅو د سولې او امنيت په نړيوال کنفرانس کې چې په نيويارک کې جوړيږي ګډون وکړي.

ټاکل شوې هغه به هلته د ګڼو هېوادونو له چارواکو او سیالانو سره هم لیده کاته ولري.
دغه غونډه داسې مهال جوړيږي چې په غ.زه کې جګړه اوج ته رسېدلې او هره ورځ لسګونه تنه ملکي وګړي پکې وژل کيږي.

تر دې وړاندې هم ملګرو ملتونو په غ.زه کې د اوربند غوښتنه کړې وه.

حسین دغه سفر داسې مهال کوي چې څه موده مخکې ايران د تهران په کوربه توب د فلسطين د ملاتړ په موخه ستره غونډه درلوده او د ګڼو هېوادونو استازو پکې برخه لرله.

څو ورځې وړاندې بیا د اسرايلو لومړي وزير په ايران د حملې خبره هم کړې وه.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب