د ايران د وسلوالو ځواکونو د عمومي قومنداني سلاکار جنرال رحيم صفوي ويلي، ايران اوس هم د جګړې حالت کې دی او هره شېبه امکان شته چې اوربند مات شي.
نوموړي ويلي، ښايي يوه نوې جګړه بیا رامخې ته شي او له هغې وروسته بله هېڅ جګړه رانشي.
صفوي ويلي، امريکا او اسرايل په دې باور لري چې سوله دې هم د ځواک له لارې راشي، نو اړينه ده چې ايران هم خپل ځواک پياوړی کړي.
نوموړي همداراز ويلي، د هر احتمال لپاره چمتوالی نيسي او ځان ورته تياروي.
د ده په خبره، ایران اوس هم د جګړې په پړاو کې دی او له اسرایلو سره د اوربند کوم رسمي هوکړه ليک نلري.
هغه ټينګار کړی چې ايران دې د ډيپلوماسۍ ترڅنګ په بريدونو، سايبري حملو، بې پيلوټه ځواک، رسنۍ او فضا په برخه کې هم خپل توان لوړ کړي.
صفوي دغه راز ويلي، د سولې غوښتونکي بايد د جګړې لپاره هم چمتو وي او همدا د دفاع غوره لار ده.
د ايران دغه لوړپوړی پوځي چارواکی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې دغه هېواد اسرايلو سره پرلپسې دولس ورځې جګړه وکړه او د امريکا په منځګړيتوب يې اوربند وکړ.




