خبريال: صابر احمدزی
ایران دولتي خبري اژانس فارس د راپور له مخې، چې ایران کې په ملي پاڅون کې د پژواک او جیشالظلم ډلې فعاله شوې.
سرچينې ليکلي، دواړو ډلو په هدفي بریدونو او تروریستي کړنو لاس پورې کړی، چې د لاریونونو له پیل تر دا مهاله یې ګڼ شمېر پولیس، سپاه او بسیج غړي هدف ګرځولي.
پژواک او جیشالظلم د ایران په سوېل او ختیځ کې د کرد او بلوچ حقونو فعال او مدافع وسلوالې ډلې دي.
د ایران حکومت دواړه ډلې د ترهګرویزو کړنو له امله د حکومت مخالف وسلوال بولي.




