کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ايټاليا هوايي شرکت اسرا... ته خپلې شپنۍ الوتنې لغوه کړې

خبريال: صابر احمدزی  ایټالیايي هوايي شرکت (ITA Airways) اعلان کړی چې اسرائیل ته یې خپلې شپنۍ الوتنې لغوه کړې دي. د اسرائیلو د "یدعوت اخرونوت" ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه پرېکړه په منځني ختیځ کې د امریکا او ایران ترمنځ د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي له امله شوې ده.  د راپور پر بنسټ، (ITA) شرکت اسرائیل، قطر، دو…

2026-01-26 00:01 102۱ دقیقې لوستل
د ايټاليا هوايي شرکت اسرا... ته خپلې شپنۍ الوتنې لغوه کړې

خبريال: صابر احمدزی 

ایټالیايي هوايي شرکت (ITA Airways) اعلان کړی چې اسرائیل ته یې خپلې شپنۍ الوتنې لغوه کړې دي.

د اسرائیلو د "یدعوت اخرونوت" ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه پرېکړه په منځني ختیځ کې د امریکا او ایران ترمنځ د مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي له امله شوې ده.

 د راپور پر بنسټ، (ITA) شرکت اسرائیل، قطر، دوبۍ او سعودي عربستان ته شپنۍ الوتنې تر راتلونکې سې شنبې پورې ځنډولي دي.

 تر دې وړاندې، یو شمېر نورو اروپايي هوايي شرکتونو هم ورته ګام پورته کړی و.

د فرانس ایرلاین، بریتانیايي هوايي شرکت، د جرمني لوفت‌هانزا او د هالنډ شاهي هوايي شرکتونو له جمعې تر یکشنبې پورې منځني ختیځ ته ټولې ورځنۍ الوتنې لغوه کړې وې.

دا اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې چې دوه ورځې وړاندې په منځني ختیځ کې د امریکا د "ابراهام لینکن" جګړه‌ییزې بیړۍ د ځای پر ځای کېدو راپورونه خپاره شول.

شنونکي وايي، دغه اقدام د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ د پوځي شخړې احتمال نور هم لوړ کړی دی.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب