د افغانستان رييس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د ايران د ولسمشر، بهرنيو چارو وزير او ورسره مل پلاوي چې د چورلکې په سقوط کې مړه شوي پر مړینه خواشینې څرګنده کړې او له هغوی سره يې په غم کې ځان شریک بللی دی.
د نوموړي له دفتره په يوه خپره شوې اعلاميه کې راغلي، د افغانستان حکومت د ايران خلکو تسليت وايي او په دغه سخت حالت کې د ايران له خلکو سره ولاړ دي.
په همدې حال کې د بهرنيو چارو وزير د افغانستان لپاره ايران له ځانګړي استازي او سفير حسن کاظمي قمي سره ليدلي او د پېښې قربانیانو په اړه يې ورسره غمشريکي کړې.
د ايراني رسنيو د راپورنو له مخې، د افغانستان په ګډون سوريې، قطر، روسيې، ترکيې، تاجکستان، هند، عراق، پاکستان، اروپايي ټولنې او نورو هېوادونو د دغه هېواد د ولسمشر د مړينې له امله خواشیني څرکنده کړې.
پاکستان په خپل هېواد کې يو ورځني ملي ماتم هم اعلان کړی دی.
د يادونې ده چې د دغه هېواد ولسمشر په ګډون د بهرنيو چارو وزير او د تبريز امام په ګډون ګڼو کسان تېره ورځ په ختيځ اذربايجان کې د چورلکې د سقوط له امله مړه شول.
د ولسمشر رييسي له مړينې وروسته به د دغه هېواد د ولسمشرۍ چارې د نوموړي لومړی مرستيال محمد مخبر د پنځوسو ورځو لپاره پر مخ وړي.




