یو شمېر ایراني سرچینو رسنیو ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې تهران د منځګړو هېوادونو د "ډز بندۍ" وړاندیز رد کړی او خپلو بریدونو ته پر دوام ورکولو یې ټینګار کړی دی.
د ایراني چارواکو د مالوماتو په اساس دغه هېواد عمان او قطر هېوادونو ته ویلي چې تر څو یې د اسرایلو د بریدونو بشپړ ځواب نه وي ورکړی تر هغې خپل توغندیز بریدونه نه بس کوي.
چارواکو ویلي ایران اسلامي جمهوریت ته د اوربند دا وړاندیز د تېرې یکشنبې په ورځ د جوزا په ۲۵ مه شوی دی خو ایراني لوري بیرته رد کړی او د جګړې د دوام خبره یې کړې ده.
له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي وو چې د تهران او تل ابیب ترمنځ د اوربند هڅې پیل شوې دي خو نوموړي دا هم ویلي وو چې یو شمېر مسایل یواځې د جنګ له لارې ختمېږي نه د خبرو له لارې.
هېره دې نه وي چې د ایران او اسرایلو ترمنځ وروستي تاوتریخوالي د نړۍوالو اندېښنې ډېرې کړې دي او ټاکل شوې چې د جې ۷ هېوادونو په غونډه کې هم پر همدې موضوع خبرې وشي.




