د ایراني چارواکو د مالوماتو په اساس د یاد هېواد او اسرا... ترمنځ ج.ګړه کې تر دې دمه ۴۳۰ تنه ایرانیان مړه او درې زره او ۵۰۰ ټپیان شوي دي.
ایراني "نور" خبري اژانس پرون ورځ "شنبه، د غبرګولي ۳۱مه" د دغه هېواد د روغتیایې چارواکو له قوله خبر ورکړی چې دا د څو ورځو د وژل شوو رسمي شمېرې دي.
ایراني چارواکو تر دې وړاندې د خپلو ۲۲۴ تنو د وژل کېدو خبر ورکړی و.
د ایران او اسرا... ترمنځ ج.ګړه نهمې ورځې ته هم وغځېدله او تېره شپه هم دواړه لورو یو پر بل توغندیز بریدونه ترسره کړي دي.
بل پلو د نړۍوالو لخوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانې ج.ګړې د درولو د هڅو په صورت کې تهران خبر ورکړی چې ترڅو اسرا... خپل بریدونه بند نه کړي د هر ډول اوربند هڅې ناکامې دي.




