کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ایران او اسرا... ترمنځ په ۱۲ ورځینۍ ج.ګړه کې دواړو خواوو ته درنې مرګ ژوبلې اوښتي

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران او اسرا... ترمنځ د ۱۲ ورځینۍ ج.ګړې له امله ۶۰۶ تنه ایرانیان وژل شوي او پنځه زره او ۳۳۲ تنه نور زخمیان شوي دي. همدارنګه د ډیو چویله په راپور کې راغلي چې په یاده موده کې ۲۸ تنه اسرا...یلیان وژل شوي او د درې زره ۲۳۸ نورو د ټپي کېدو خبر ورکول شوی دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ دا ج.ګړه د…

2025-06-25 22:18 124۱ دقیقې لوستل
د ایران او اسرا... ترمنځ په ۱۲ ورځینۍ ج.ګړه کې دواړو خواوو ته درنې مرګ ژوبلې اوښتي

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران او اسرا... ترمنځ د ۱۲ ورځینۍ ج.ګړې له امله ۶۰۶ تنه ایرانیان وژل شوي او پنځه زره او ۳۳۲ تنه نور زخمیان شوي دي.

همدارنګه د ډیو چویله په راپور کې راغلي چې په یاده موده کې ۲۸ تنه اسرا...یلیان وژل شوي او د درې زره ۲۳۸ نورو د ټپي کېدو خبر ورکول شوی دی.

د دواړو هېوادونو ترمنځ دا ج.ګړه د جوزا په ۲۳ مه د جمعې په ورځ هغه مهال رامنځته شوه چې اسرا...ایلي ځواکونو د ایران پر اټومي تاسیساتو هوایې بریدونه ترسره کړل.

د تسنیم خبري اژانس په راپور کې راغلي چې د ایران پوځ له لوري پر اسرا... ۵۵۰ بالیستیک توغندي او نږدې ۱۰۰۰ بې پیلوټه الوتکې توغول شوې دي.

خو بل خوا ډیو چوېلې د اسرا...یلي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د دغه توغندیو ډېری برخه یې د یاد هېواد د دفاعي سیستم له لوري له منځه وړل شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب