کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ایران او امریکا ترمنځ دریم پړاو خبرې د پنجشنبې په ورځ په جینوا کې ترسره کېږي

د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدی اعلان کړی، چې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو نوی پړاو به د پنجشنبې په ورځ د سویس هېواد په جینوا ښار کې وشي .  نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دا مذاکرات د وروستي ګام اخیستو او د احتمالي هوکړې د نهایي کولو په موخه پلان شوې ده. تر دې وړاندې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس…

2026-02-23 01:02 70۱ دقیقې لوستل
د ایران او امریکا ترمنځ دریم پړاو خبرې د پنجشنبې په ورځ په جینوا کې ترسره کېږي

د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدی اعلان کړی، چې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو نوی پړاو به د پنجشنبې په ورځ د سویس هېواد په جینوا ښار کې وشي . 

نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دا مذاکرات د وروستي ګام اخیستو او د احتمالي هوکړې د نهایي کولو په موخه پلان شوې ده.

تر دې وړاندې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سي بي ایس سره په مرکه کې ویلي، وو چې تمه لري د امریکا د ولسمشر له استازي ستیو ویتکاف سره د خبرو درېیم پړاو هم د پنجشنبې په ورځ په جینوا کې ترسره شي.

د دې بهیر لومړۍ ناسته دمسقط په پلازمېنه کې شوې وه او دویم پړاو یې تېره اوونۍ په جینوا کې ترسره شوه.

دا مذاکرات په داسې حال کې کېږي، چې ایران او امریکا یو پربل دپوځي برید ګوتڅنډنه هم کړې ده.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب