کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ایران او روسیې ګډ سمندري پوځي تمرینونه سبا پیلېږي

خبرياله: نازو عمري  د ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی، چې چې سبا به د ایران او روسیه سمندري ځواکونه د عمان خلیج او هند سمندر په شمالي اوبو کې ګډ پوځي تمرینونه ترسره کړي. د ایران د سمندري ځواکونو ویاند امیر حسن مقصود ویلي، دغه تمرینونه به په بندرعباس کې وشي، چې موخه یې د سیمې د سمندري امنیت ټینګښت او د دواړو هېوادونو…

2026-02-18 08:12 80۱ دقیقې لوستل
د ایران او روسیې ګډ سمندري پوځي تمرینونه سبا پیلېږي

خبرياله: نازو عمري 

د ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی، چې چې سبا به د ایران او روسیه سمندري ځواکونه د عمان خلیج او هند سمندر په شمالي اوبو کې ګډ پوځي تمرینونه ترسره کړي.

د ایران د سمندري ځواکونو ویاند امیر حسن مقصود ویلي، دغه تمرینونه به په بندرعباس کې وشي، چې موخه یې د سیمې د سمندري امنیت ټینګښت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي ـ بحري همکاریو لا پراختیا ده.

مقصود زیاته کړې چې په دې مانورونو کې به د سمندري ګواښونو پر وړاندې ګډه همغږي، د سوداګریزو او د تېلو لېږدوونکو بېړیو خونديتوب، او له بحري ترهګرۍ سره مبارزه یاده شوې ده.

دا تمرینونه داسې مهال ترسره کېږي، چې څه موده وړاندې د هرمز تنګی په اوبو کې د سپاه پاسداران سمندري ځواکونو ورته پوځي مانورونه کړي وو.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب