کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ایران دفاع وزیر امریکا ته: سیمه کې به هرې امریکايي اډې ته اور واچوو

خبريال: فرمان الله زبيرزی  د ایران دفاع وزیر عزیز نصیرزاده خبرداری ورکړی، چې د امریکا له لوري پر ایران هر ډول برید به د ټولو امریکايي پوځي اډو په نښه کولو سره ځواب شي.  نصیرزاده ویلي، هر هغه هېواد چې سیمه کې واشنګټن ته د خپلې خاورې د کارولو اجازه ورکړي، د جګړې شریک او مشروع هدف د ایران لپاره دی.  نوموړی…

2026-01-13 23:20 369۱ دقیقې لوستل
د ایران دفاع وزیر امریکا ته: سیمه کې به هرې امریکايي اډې ته اور واچوو

خبريال: فرمان الله زبيرزی 

د ایران دفاع وزیر عزیز نصیرزاده خبرداری ورکړی، چې د امریکا له لوري پر ایران هر ډول برید به د ټولو امریکايي پوځي اډو په نښه کولو سره ځواب شي.

 نصیرزاده ویلي، هر هغه هېواد چې سیمه کې واشنګټن ته د خپلې خاورې د کارولو اجازه ورکړي، د جګړې شریک او مشروع هدف د ایران لپاره دی.

 نوموړی زیاتوي، د ایران پیغام روښانه دی جګړه به محدوده پاتې نه شي او اور به هر هغه لوري ته ورسېږي چې خپله خاوره د دښمن پر مخ پرانیزي.

نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې ټرمپ د ایران کې لاریون کوونکو ته ویلي، لاریونونه ته دوام ورکړئ، مرسته در رسېږي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب