کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ایران د بشري حقونو د سازمان مشر: سږ کال ایران کې لږ تر لږه ۷۲ افغانان اعدام شوي

کابل (کوه نور، ۲۹ عقرب ۱۴۰۴): د ایران د بشري حقونو سازمان اعلان کړی، چې د روان میلادي کال له پیله تر اکتوبر میاشتې له ۷۰ ډېر افغانانان په ایران کې اعدام شوي دي. د دې سازمان مشر محمود امیري مقدم، ویلي، سږ کال د لس نیمو میاشتو موده کې ۷۲ افغانان اعدام شوي او داسې ښکاري، چې د سږ کال د افغانانو د اعدام شمېر به د تېر کال له…

2025-11-20 02:09 142۱ دقیقې لوستل
د ایران د بشري حقونو د سازمان مشر: سږ کال ایران کې لږ تر لږه ۷۲ افغانان اعدام شوي

کابل (کوه نور، ۲۹ عقرب ۱۴۰۴): د ایران د بشري حقونو سازمان اعلان کړی، چې د روان میلادي کال له پیله تر اکتوبر میاشتې له ۷۰ ډېر افغانانان په ایران کې اعدام شوي دي.

د دې سازمان مشر محمود امیري مقدم، ویلي، سږ کال د لس نیمو میاشتو موده کې ۷۲ افغانان اعدام شوي او داسې ښکاري، چې د سږ کال د افغانانو د اعدام شمېر به د تېر کال له شمېر ډېر وي.

نوموړي زیاته کړې، چې تېر کال ۸۰ افغانان په ایران کې اعدام شوي وو.

د مقدم پر وینا، ډېری افغان بنديان د مخدره موادو او قتل په تور اعدام شوي؛ خو ټینګار کوي، چې عادلانه محاکمه نه ترسره کېږي.

 هغه ویلي، متهمین په لومړیو مراحلو کې وکیل ته لاسرسی نه لري او ډېر کله د شکنجې له لارې ترلاسه شويو اعترافاتو پر بنسټ اعدامېږي.

د یادونې وړ ده، چې ایران کې د افغان بندیانو کره شمېر نه‌دی څرګند، خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت تېر کال ویلي و چې د افغان بنديانو شمېر په ایران کې «د پام وړ» دی.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب