کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي عربستان ته تللی

کابل (کوه نور، ۲ سنبله ۱۴۰۴): د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سعودي عربستان کې د بهرنیو چارو وزیرانو په ځانګړې غونډه کې د ګډون کولو په موخه یاد هېواد ته تللی دی. د ایراني رسنیو د راپورونو په اساس، عراقچي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون کوي. راپورونو کې راغلي، د دې ناستې مهم موض…

2025-08-24 11:49 174۱ دقیقې لوستل
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي عربستان ته تللی

کابل (کوه نور، ۲ سنبله ۱۴۰۴): د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سعودي عربستان کې د بهرنیو چارو وزیرانو په ځانګړې غونډه کې د ګډون کولو په موخه یاد هېواد ته تللی دی.

د ایراني رسنیو د راپورونو په اساس، عراقچي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون کوي.

راپورونو کې راغلي، د دې ناستې مهم موضوعات غزه کې د انساني ناورین څېړنه، د یاد هېواد د بشپړې نیونې حقوقي او سیاسي مسایلو څېړل او د مرستو رسولو لپاره همغږي کول دي.

د یادونې ده چې عراقچي تر دې وړاندې هم بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کړي وو او د اسرایلو او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي او د ۱۲ ورځنۍ جګړې په اړه یې د هېوادونو له مشرانو سره خبرې کړې وې.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب