کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ایران سرحدي امنیت خبرداری ورکړی، چې ایران عراق سرحد کې کرد وسله‌وال نیول شوي دي

د رویټرز د راپور له مخې، د ایران سرحدي ځواکونو ایران او عراق په سرحدي سیمه کې یو شمېر کرد وسله‌وال نیولي دي، چې ګمان کېږي غوښتل یې د ایران خاورې ته د بریدونو په موخه داخل شي.  د ایران چارواکو ویلي، دغه عملیات د ملي امنیت د ساتنې او د سرحدي سیمو د خوندي کولو په موخه ترسره شوي دي. دغه پېښه په داسې حال کې رامنځت…

2026-01-11 01:10 42۱ دقیقې لوستل
د ایران سرحدي امنیت خبرداری ورکړی، چې ایران عراق سرحد کې کرد وسله‌وال نیول شوي دي

د رویټرز د راپور له مخې، د ایران سرحدي ځواکونو ایران او عراق په سرحدي سیمه کې یو شمېر کرد وسله‌وال نیولي دي، چې ګمان کېږي غوښتل یې د ایران خاورې ته د بریدونو په موخه داخل شي.

 د ایران چارواکو ویلي، دغه عملیات د ملي امنیت د ساتنې او د سرحدي سیمو د خوندي کولو په موخه ترسره شوي دي.

دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې ایران کې له تېرو دوو اونیو راپدېخوا پراخ لاریونونه روانې دي.

 راپورونه وایي، په دغو لاریونونو کې د پژواک او جیش العدل له ډلې پورې اړوند کرد او بلوچ وسله‌وال هم فعال شوي دي. 

 ایران حکومت ددې ډلې د هڅو د مخنیوي لپاره جدي امنیتي تدابیرو خبر ورکړی دی.

په وروستیو لاریونونو کې، د ایران په بیلابیلو ښارونو کې د حکومت ضد شعارونو او پراخو لاریونونو راپورونه ورکړل شوي، چې د ځینو امنیتي سرچینو په وینا د سرحدي سیمو امنیت هم اغیزمن کړی دی. 

 ایران چارواکي وايي، د هېواد ملي ګټې او خلکو خوندي ورته ساتنه لومړیتوب لري او سرحدونو کې دوښمن هڅې تر جدي څار لاندې نیولي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب