کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ایران پارلمان: پر روغتونونو د امنیتي ځواکونو بریدونه به وپلټو

خبرياله: نازو عمري  نن په ایران کې د اقتصادي بحران پر ضد د راونو لاریونونو یوولسمه ورځ ده. په همدې حال کې د دغه هېواد پارلمان وايي ، چې د امنیتي ځواکونو له خوا پر روغتونونو د ورننوتو او بریدونو موضوع په جدي توګه څېړل کېږي. د پارلمان د روغتیا کمېسیون یو غړي محمد رسول شیخ زاده ایلنا خبري آژانس ته ویلي، چې دوی به دا…

2026-01-07 11:08 147۱ دقیقې لوستل
د ایران پارلمان: پر روغتونونو د امنیتي ځواکونو بریدونه به وپلټو

خبرياله: نازو عمري 

نن په ایران کې د اقتصادي بحران پر ضد د راونو لاریونونو یوولسمه ورځ ده. په همدې حال کې د دغه هېواد پارلمان وايي ، چې د امنیتي ځواکونو له خوا پر روغتونونو د ورننوتو او بریدونو موضوع په جدي توګه څېړل کېږي.

د پارلمان د روغتیا کمېسیون یو غړي محمد رسول شیخ زاده ایلنا خبري آژانس ته ویلي، چې دوی به دا وڅېړي چې څنګه امنیتي ځواکونه د ایلام ولایت "امام خمیني روغتون" ته ننوتي او ولې یې د تهران په "سینا روغتون" کې د اوښکې بهوونکي ګاز کارولی دی.

دغو پېښو وروسته له هغه غبرګونونه راپارول چې ،له ایلام ولایت څخه د پراخو مظاهرو ویډیوګانې خپرې شوې چې په کې لیدل کیدل د ایران امنیتي ځواکونو امام خمیني روغتون محاصر کړی دی .

 تېره ورځ د بښنې نړیوال سازمان هم دا پېښه دنړيوالو قوانینو ښکاره نقض وباله او ټینکار یې وکړ چې، روغتونونه باید له هرډول بریدونو خوندي وساتل شي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب