کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ایران پخوانی د بهرنیو چارو وزیر، خرازي مړ شو

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پخوانی د بهرنيو چارو وزير، کمال خرازي د اسر.. او امريکا په هوايي بريدونو کې ټپې شوی نن د هغو ټپونو له امله د ژوند پور پرې کړ. د دغه رسنيو د معلوماتو له مخې، دخرازي په کور امريکا او اسر.. د همدې مياشتې په پيل کې هوايي بريدونه کړې و، چې له امله يې خرازي ټپي او د هغه مېرمن و…

2026-04-10 02:30 156۱ دقیقې لوستل
د ایران پخوانی د بهرنیو چارو وزیر، خرازي مړ شو

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پخوانی د بهرنيو چارو وزير، کمال خرازي د اسر.. او امريکا په هوايي بريدونو کې ټپې شوی نن د هغو ټپونو له امله د ژوند پور پرې کړ.

د دغه رسنيو د معلوماتو له مخې، دخرازي په کور امريکا او اسر.. د همدې مياشتې په پيل کې هوايي بريدونه کړې و، چې له امله يې خرازي ټپي او د هغه مېرمن وژل شوې وه، چې اوس له هماغه سختو ټپونو امله نوموړي ساه ورکړه.

خرازي، چې د ۱۹۹۷ څخه تر ۲۰۰۵ پورې د ایران د بهرنیو چارو وزیر، د هېواد د مشرتابه لوړپوړی سلاکار او نور ګڼ مهم مسؤلیتونه یې لرل، چې له ډلې یې د بهرنیو اړیکو د ستراتیژیک شورا مشري هم کړې وه.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب