کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د ایران په بندرعباس‌ کې د چاودنې له امله د مرګ‌ژوبلې شمېر شاوخوا ۸۰۰ ته لوړ شو

د ایران د بندرعباس ښار په (شهید رجایي) بندر کې د چاودنې له امله ۱۸ کسان وژل‌ شوي او د ټپيانو شمېر ۷۸۰ ته رسېدلی دی.   دا چاودنه پرون غرمه مهال د شهید رجايي بندر د تېلو په یو مخزن کې وشوه او د لامل په اړه یې بېلابېلې ادعاوې شوې دي. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې چې د چاودنې له امله ټپيان شوي کسان د شهید محمد…

2025-04-26 21:06 110۱ دقیقې لوستل
د ایران په بندرعباس‌ کې د چاودنې له امله د مرګ‌ژوبلې شمېر شاوخوا ۸۰۰ ته لوړ شو

د ایران د بندرعباس ښار په (شهید رجایي) بندر کې د چاودنې له امله ۱۸ کسان وژل‌ شوي او د ټپيانو شمېر ۷۸۰ ته رسېدلی دی.

 

دا چاودنه پرون غرمه مهال د شهید رجايي بندر د تېلو په یو مخزن کې وشوه او د لامل په اړه یې بېلابېلې ادعاوې شوې دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې چې د چاودنې له امله ټپيان شوي کسان د شهید محمدي، سیدالشهدا او خاتم‌الانبیا په ګډون ګڼو روغتونونو ته وړل شوي دي.

 ځینو ایراني دولتي رسنیو د دې چاودنې لامل په بندر کې د تیلو ټانګ بللی، خو د فارس رسنیو یو خبر ویلي چې په څلوېښت درجې تودوخه کې د اوراخیستونکو موادو راټولېدل د دې چاودنې د لامل په توګه یاد کړي دي.

 

بلخوا «العربیه فارسي» د ځینو ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی چې پېښه په دغه بندر کې د څو ځای پرځای شویو کانتینرونو د ناڅاپي چاودنې له امله شوې ده.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب