ڪابل (ڪوه نور، ۲۳ جدي ۱۴۰۴): رویټرز خبري اژانس د خپلو باوري سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې سره له دې چې په ایران کې د انټرنټ پراخ بندیزونه لګول شوي؛ خو لا هم ځینې ایرانیان د ایلان مسک د "سټارلنک" سپوږمکۍ انټرنټ کاروي.
رویټرز پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، ایراني چارواکو د وروستیو پراخو لاریونونو پر مهال پر انټرنټ نږدې بشپړ بندیز لګولی؛ خو درې سرچینو رویټرز ته ویلي، چې د سټارلنک انټرنټ لا هم په ځینو سیمو کې فعال دی.
سرچینې د لویدیځ ایران د یوه اوسېدونکي له قوله ویلي، لسګونه کسان یې پېژني، چې سټارلنک کاروي او په سرحدي سیمو او ښارونو کې خلک تر ډېره پورې له بندیزونو خوندي پاتې دي.
بل پلو د NetBlocks بنسټګر الپ توکر هم ویلي، چې له یادې سیمې یې راپورونه ترلاسه کړي، چې سټارلنک لا هم تر یوه حده کار کوي؛ که څه هم انټرنټي خدمات کم شوي دي.
سټارلنک د سپوږمکۍ له لارې انټرنټ وړاندې کوي او د ځمکنیو فایبر یا موبایل شبکو پورې تړلی نهدی؛ نو ځکه خلک یې د بندیزونو پر مهال د بدیلې انټرنټي وسیلې په توګه کاروي.




